دوزیر ‍پیژند نه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم همایون رسا ژوند لیک

 

ښاغلي همایون رسا په 1345 لمریز کال؛ د غزني ولایت په یوې متدینې او روڼ اندې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، خپلې لومړنۍ او ثانوي ذده کړې یې د کابل ښار په غازي عالي لېسه کې سرته ورسولې.

ښاغلي رسا د لسانس په کچه خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون طبیعي علومو پوهنځي او د ماسټري سند یې له پریستون پوهنتون څخه په مالوماتي ټکنالوژۍ کې تر لاسه کړ.

تصدیق پاڼې

  1. د آمریکا هاروارډ (Harward) پوهنتون څخه د سیاسي او اقتصادي بدلونونو مدیریت  په برخه کې د عالي تصدیق پاڼې تر لاسه کول،
  2. له انګلستان هېواد څخه د پروژو ادارې او تطبیق په برخه کې د تصدیق پاڼې تر لاسه کول،
  3. د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې څخه د تدارکاتو په برخه کې د تصدیق پاڼې تر لاسه کول،
  4. د صنایعو په برخه کې د پانګې اچونې ارزونې په موخه د تخصصي نرم افزار تصدیق پاڼې تر لاسه کول.

نوموړی د اقتصادي رهبرۍ، سوداګرۍ او صنایعو پراختیا په برخه کې ځانګړی مهارت لري. په هېواد کې دننه او بهر یې په مختلفو دولتي اورګانونو او نړیوالو بنسټونو ( ملګري ملتونه) کې دندې تر سره کړي  او په دنده کې یې خدمت او وفاداري ښودلې ده.

د ده له مهمو کارونو څخه کولی شو له مختلفو مدیریتي برخو، اقتصادي رهبرۍ، د تعلیمي و ښوونیز نظام پراختیا او ودې په برخه کې د سواد زده کړې ملي پروګرام، یادونه وکړو او په یادو برخو کې یې له کړنو څخه کولی شو په لاندې ډول لنډ یادون وکړو.

په نړیوالو بنسټونو ( ملګري ملتونه) کې

  1. د سوډان په سویلي حکومت کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي ادارې (UNDP)  په ادارې، مالي او تدارکاتي برخه کې د وړتیاوو لوړولو مسوول.
  2. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د صنعت پراختیا دفتر عمومي رییس.
  3. د ملګرو ملتونو سازمان، پراختیایي ادارې (UNDP) د مالوماتي ټکنالوژۍ پروژو مدیر.
  4. د ملګرو ملتونو خوراکې سازمان (WFP) لوژستیکي مسوول.
  5. د ملګرو ملتونو کرنیزې او خوراکې سازمان (UN-FAO) کې همکار پاتې شوی دی.

 

په مهمو دولتي اورګانونو کې

  1. په کابل پوهنتون کې افتخاري استاد.
  2. د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست دفتر عالي مقام مرستیال.
  3. د پوهنې وزارت مرستیال.
  4. د ملي څارګرې ادارې تامیناتي مرستیال.